Print
Untitled Document
TheAfghanStar
@Afghan_Star
Untitled Document
د خپرونۍ په برخه کی
له څو لسیزو جګړو وروسته ،چې په افغانستان کې یو څه ارامتیا راغله، د غږیزو او تصویري رسنیو منځ ته راتلل هغه لومړني قدمونه وو ، چې واخیستل شول، چې له هغو څخه یو طلوع تلویزیون و ، چې د رسنیو ډګر ته راووت .  د طلوع تلویزیون د کار لږه موده لا تېره نه وه ، چې د لیدونکو د خوښې او  په زړه پورې خپرونه يانې ( د افغان ستوري جشنواره ) یې وړاندې کړه . دې خپرونې ډېر ژر د ځوانانو او خلکو په زړونو کې ځای ونی، تر دې بریده  ، چې د هرې اونۍ د پای ورځې ته به سترګې په لاره وو ، چې کله به خپرونه په مستو ولولو او نغمو  سره د هغوی د کورونو مېلمنه شي  او ځلانده ستوري به دوی ته ور وپېژني؟!.

په ټولیزه توګه د دې خپرونې لاسته راوړنه د موسيقۍ پرمختګ او نازول و. موږ نه شو کولای ، چې د موسيقۍ په برخه کې د دې جشنوارې له اغېز څخه سترګې پتې کړو . 
دغه جشنواره له پیل څخه تر اوسه پورې هر کال بې له ځنډه په لاره اچول شوې ده . تر اوسه پورې یې شپږ پړاوه  تر شا پرېيښي ديو اوس اووم پړاو ته داخلېږي. په دې پړاو کې هم  لکه د تېرو پړاونو په شان له ارزوونکو سره یو ځای د افغان ستوري کاروان زونونو ته  د دې لپاره سفر کوي، تر څو د هغو کسانو ، چې له وړاندې څخه یې خپل نومونه ثبت کړي دي ، خپل ستوري غوره کړي .
 

د دې پاڼې شریکول