
Afghan_Star: Roshan Online activation for Afghan star http://t.co/OU23OiUp

Afghan_Star: Afghan Star 2011/12 Special Concert from Past Stars http://t.co/lItg1d1A

Afghan_Star: Afghan star 2011/12 Mila Show .29.03.2012 http://t.co/eF4vZtbd
تمويل کونکي
لتول
| د افغان ستوري آنلاین سیالۍ |
|
| d M Y ساعت H:i | |
|
د افغان ستوري آنلاین سیالۍ سر له اوس څخه پیل شوې! نو همدا نن مو کامرې راواخلﺉ او سندرې مو چمتو او رواستوﺉ. تاسو کولای شی د انټرنیټ له لارې ځانونه شهرت ته ورسوی.
دا یوه پرلیکه یا آنلاین سیالي ده، خو د سیالیو آخري پړاو ته لاره موندونکي دا چانس لري چې د مارچ په میاشت کې د افغان ستوري په پای لوبه کې د ټلویزون په مخ را څرګند شي. زمونږ قوانین او شرایط له دې ځای څخه ولولﺉ.
د ګډون کولو لار
۱. که تاسو فکر کوی چې دا وړتیا لری چې افغان ستوری شی، خو په ژوندۍ خپرونه کې ګډون نه شی کولای، تاسو زمونږ په ځانګړې او یوازنۍ آنلاین سیالۍ کې د ګډون چانس لری! یو لنډ ویډیویي کلیپ ثبت کړﺉ، په دې کلیپ کې په دري او پښتو ژبو خپله پیژندګلوي او یوه سندره ثبت کاندﺉ. ستاسو په لنډه پیژندګلوۍ کې باید ستاسو له نوم، عمر،دندې، او د اوسیدو ښار او هیواد څخه یادونه شوې وي. ستاسو ویډیو له سندرې او پیژندګلوۍ دواړو سره باید له ۵ دقیقو اوږده نه وي.
۲. خپله ویډیو مو www.youtube.com, www.vimeo.com ویب پاڼو یا د ویډیو شریکولو هرې بلې ویب پاڼې ته پُست کړﺉ، یانې ورولیږﺉ.
۳. یاد لینک یا اړیکه مو،
اين ايميل جهت اسپم بسته شده است،جهت فعال بودن بايد جاوا را فعال نماييد
ته واستوﺉ. ګټونکي به د بریښنا لیک له لارې خبر کړل شي، خو که کومه بله موضوع رامینځ ته کیږي مونږ به ستاسو سره ټلیفوني اړیکه نیسو، له همدې امله ځانونه ډاډه کړﺉ چې په خپل بریښنا لیک کې مو د خپل ټلیفون له سمې شمیرې د هیواد د کوډ په ګډون یادونه کړې وي!
۴. کله چې مونږ ستاسو ویډیو او د اړیکي نیولو مالومات تر لاسه کړو، مونږ تاسو ته د تایید یو بریښنا لیک درلیږو.
۵. کله چې مو ویډیو وسپارله دا په دې مانا ده چې تاسو د ویب پاڼې قوانین او شرایط منلي.
|

