banner

تمويل کونکي

لتول

Jury
Wajiha Rastagar پست الكترونيكي
There are no translations available.

Wajiha Rastagar is one of the lead pop singers in the history of women singers of Afghanistan. In early times she founded the music group Gul-e-Surkh (Red Flower). With the support of her husband Farid Rastagar and Amir Jan Saboory, this group became fast one of the famous groups in Afghanistan.

Her songs "Yaar Yak Sarbaz Ast Laila", "Tan Maihan Ba Maihan Ehtiaj Ast" and "Ay Bro Bro Baba" became quickly No 1 hits in the country. She sings in Dari, Hazaragi, Pashtu and Hindi. "Delak-e- Khosh Bawar", "Teri Raree" and "Alocha" are her latest albums.

Wajiha is currently living with her family in Germany and is looking forward to be a part of the jury in Afghan star:" I am very honored that I will be in this year's jury. I am sure we will see lots of young talented people. I am looking forward for the next 6 months and who will be star in this season".

Profile Wajiha Rastagar

 
حسین آرمان پست الكترونيكي
ښاغلی حسين آرمان په ۱۹۳۵ زیږدیز کال کې د کابل په یوه درنه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستلې. له موسیقۍ سره د نوموړي د ژورې مینې لامل دادی چې د نوموړي مشر ورور ابراهیم نسیم هم د افغانستان د نامتو سندرغاړو او موسیقي غږوونکو له ډلې څخه دی.
ښاغلي آرمان خپل د موسیقۍ سفر د شپيلۍ په غږولو پيل کړ. نوموړي په دولس کلنۍ کې د هارمونیې لومړنۍ زده کړې له خپل ورور څخه پيل کړې.
هغه په ۱۹۵۵ زیږدیز کال کې د استاد فرخ آفندي تر څارنې لاندې د لویدیځ نوتیشن لارې چارې او ماندولین زده کړل. او په دې وخت کې د ثنا بلدیه(د ښار د تیاتر) غړی هم وو او د سندرغاړي او لوبغاړي په توګه یي هلته دنده تر سره کوله.
نوموړی چې د ځانګړو وړتیاو خاوند دی په ۱۹۶۳ کال کې د لویدیځې کلاسیکې موسیقۍ په برخه کې د زده کړو په موخه یوګوسلاویا ته واستــــول شو، چیرې چې نوموړي ګیتار غږول د نامتو اســــــتاد مایسترو اس بارلیویچ (Maestro S. Barlevitch) تر څارنې لاندې د زاګریب د موسیقۍ په ښوونځي کې په کلاسیکه بڼه زده کړل.
نوموړی په ۱۹۷۳ زیږدیز کال کې بیرته خپل هیواد ته راستون شو، او دګیتار د زده کړې ټولګي یي د کابل د موسیقۍ په لومړني ښوونځي کې پیل او د ګیتار د زده کړې بنسټ یي کیښود. همدارنګه نوموړي د کابل په راډيو کې  د سندرغاړي، کمپوزر او ګیتار غږوونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.

له ۱۹۹۲زیږدیز کال راپديخوا ښاغلی حسين آرمان د سویس په جینیوا ښار کې ژوند کوي او په نوموړي ښار کې يې د کابل د ډلې تر نامه لاندې د موسيقۍ د يوې ډلې بنسټ ايښی دی.
نوموړې ډلې دنړۍ په بيلابيلو هيوادونو لکه شمالي امریکا، بریتانیا او فرانسې کې ډير په زړه پورې کنسرتونه ترسره کړي دي او همدارنګه يادې ډلې  د موسیقۍ په بيلابيلو فيستيوالونو او کنفرانسونو کې د ګډون په موخه آلمان، یونان، هسپانیه، پرتگال، ایتالیا، جاپان، مالیزیا، لبنان، شمالي افریفا او سکاندینویایي هیوادو ته يې هم ځيني سفرونه درلودل.
نوموړي خپله لومړنۍ هنري ټولګه (نسترن) په ۱۹۹۹ زیږدیز کال کې په اروپا کې ثبت کړه چې د آریون ARION له خوا خپره شوه. د نوموړي دویمه هنري ټولګه (ترنم) په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې بازار ته وړاندې شوه. استاد آرمان او د کابل ډله د اروپایي موسیقۍ غږوونکو لکه جوردی ساوال (Jordi Savall)، روس دالی (Ross Daly) اوځینونورو سره  هم همکاري لري.

 
استاد قاسم رامشګر پست الكترونيكي
استاد قاسم رامشګر زمونږ د هيواد تکړه او نوميالی ګيتار غږونکی دی.نوموړی په کال 1345 کې د کابل ولايت په ګذرګاه سيمه کې نړۍ ته سترګې پرانيستې. خپلې لومړنۍ زده کړې يې د لومړي مکروريان په تاجورسلطانه ښونځي کې پيل کړې او په  1358کال  کې د کابل د موسيقۍ ښونځي ته لاړ ترڅو په دې برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. په 1368 کال کې د کابل پوهنتون د موسيقۍ د څانګې څخه يې بري ليک ترلاسه کړ. څه موده يې په روسيه کې د مهاجرت شپې او ورځې تيرې کړې او بيرته خپل هيواد ته راستون شو. دم ګړۍ استاد قاسم رامشګر د ملي راډيو تلويزيون د موسيقۍ د توليد څانګې مشر دی. ښاغلي رامشګر د ګيتار غږونې په برخه  کې  د هيواد له ډيرو نومياليو کمپوزرانو سره مرسته کړې ده او خپله هم ډيرې په زړه پورې او نه هيريدونکې سندرې لري.


 
امید نظامي پست الكترونيكي
اميد نظامي د افغان ستوري د تیرو فصلونو تکړه او پيژندل شوی کوربه دی چې د خلکو په مینځ کې ډیر محبوبیت لری او خپله هم د یادې جشنیزې یوه لاس ته راوړنه ده دا ځل هم د جشنیزې د کوربه توب  دنده په مخ بیایي. ښاغلی نظامي ۲۶ کاله عمر لري او وروسته له دې چې د نادریي  لیسې څخه یي بری لیک تر لاسه کړ د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې یي خپلې لوړې زده کړې د انګليسي ژبې په څانګه کې په برياليتوب سره پاي ته ورسولې. پنځه کاله کیږي چې نوموړی د انګلیسي ژبې ښوونکی دی او سربیره پر دې چې د افغان ستوري د جشنیزې چارې پر مخ بیایي د «آریانا»  هوایي شرکت کارکوونکی هم دی. امید نظامي د افغان ستوري د دریم فصل دریم ځای خپل کړ. د نوموړي تر ټولو غوره سندرې «ما پرنده ایم» او «خوابم نمی برد» نومیږي، روښانه رنګونه د نوموړي ډیر د پام وړ دی او هر ډول خوندور خواړه یې خوښیږي. د هنر په ډګر کې هر هغه هنرمند چې غوره هنري کار تر سره کړي د نوموړي د خوښې وړ دی،نظامي د  ځان په هکله خپل نظر داسې څرګندوي: « زه له سندرواو پروګرام چلولو دواړو سره مینه لرم ، او افغان ستوري له ما سره مرسته وکړه تر څو دواړه تر سره کړای شم. زما لپاره د ډیرې خوښۍ ځای دی چې د افغان ستوري د خپرونې په هر فصل کې د افغانانو نوې وړتیاوې وینم. او ډیر ویاړم چې یادې خپرونې زمونږ ډیری هیوادوال چې په خپرونه کې تر ګډون مخکې هیچ چا هم نه پیژندل د ریښتینو ستورو په ډول خلکو ته وروپیژندل ».