۱۴ لړم ۱۳۹۶

په افغانستان کې د نوي سندرغاړو د ځلېدنې لپاره تر ټولو ستره او غوره خپرونه "افغان ستوری" له خپل دیارلسم څپرکې سره بېرته راځي.

 

شهلا زلاند عبید جوینده قیس الفت او همدارنګه د پښتو ژبې دودیز سندرغاړی سیدا گل مینا بیا هم په دې څپرکې کې د څارونکو په توګه برخه اخیستې. دا څارونکي به د افغان ستوری په دیارلسم پراو کې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د زرګونو ګډون‎کوونکو نه تر ټولو غوره استعدادونه د پایلنې سیالۍ لپاره وټاکي.

 

دا برخه، په کابل ولایت کې د ستورو ټاکنیزه برخه وه. دې خپرونې کې سلګونو استعداد لرونکي هلکانو او نجونو د خپل غوره ترسره کونو سره د وروستي پړاو کارټ ترلاسه کونې په موخه ګډون کړی وو.

 

د لومړي پړاو د بشپړ کلېپ نندارې لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لېنک باندې کلیک کړئ! 

5a017718580f9