۲۱ کب ۱۳۹۶

د نن شپې پروګرام د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو ځانګړی پروګرام و

په دې مرحله کې د افغان ستوري یواځې دوه تنه ګډون کوونکي پاتې و.

 

شهلا زلاند د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپلې سندرې سره د ټولو پام ځان ته واړاوه.

رووسته د سا د موسیقۍ ګروپ سټیج ته راغی او یوه ډلییزه سندره یې وویله.

 

اشکان عرب د پروګرام د ځانګړي میلمه په توګه رابلل شوی و،  چې ښه سندره یې هم وویله.

په لومړي برخه کې د پاتې شوو ستورو له ډلې منصور جلال سندره وویله چې د (چادرت از ګیریه تر شد) سندره وه چې په دې سره د داورانو د تشویق وړ وګرځید.

 

له هغه وروسته مصطفی هنرجو سټیج ته راغی او د (هنوز هم دو دست من) سندره یې وویله.

 

منصور جلال د دویم ځل لپاره راغی او د (دخترک مستی چشمش غزل است) سندره یې وویله د عبید جوینده له نیوکې سره مخ شو او و توانید چې ۳۹ نمرې ترلاسه کړي.

 

مصطفی هم په خپل دویم وار کې د (یا مزاری) سندره وویله او ۳۹ نمرې یې واخیستې.

بالاخره پروګرام د ځانګړي میلمه په دویمې سندرې سره پای ته ورسیده.

 

5aa2cf068fe81