۲ وری ۱۳۹۶

او اوس هم هغه پړاو چې په ډېرې لیوالتیا سره دولس اونۍ ورته په تمه وو راورسېده، بلآخره د دوولسم څپرکي غوره ستوری په پایلني پړاو کې اعلان شو. په دې برخه کې، تاسو د درنو مېلمنو لکه استاد الفت آهنگ، نغمه، هنگامه او قادر اشپاری د شتون شاهد وئ. د طلوع ټلویزیون نامتو طنز ویونکي، نبی روشن، سیر متین او ابراهیم عابد له خپلو خوندورو او خندالرونکو ترسره کونو سره د افغان ستوري پایلنی پړاو لیدونکو ته په یوه سرګرموونکې ځانګړې خپرونې تبدیل کړ.

 

د داسې یوې حیرانوونکې او سرګرموونکې شپې د تېرېدو وروسته، د پایلې د اعلان هغه ډراماټیکه او حیرانوونکې شیبه راورسېده. د ډېر هیجان له امله په تالار کې د شته خلکو او د ګډون‏کوونکو زړه په دړزا راغلی وو او ټول ډېر آرامه ول. خو په آخر کې، دا سید جمال مبارز وو چې د افغان ستوري د دوولسم څپرکي د ستوري سرلیک یې خپل کړ.

 

د افغان ستوري د پایلنۍ برخې د کتلو لپاره په لاندېني لینک کلیک وکړئ!