۱۷ لیندۍ ۱۳۹۷

د نن شپې خپرونې کې، د سلګونو هغو ګډوونکو څخه چې د دې پړاو لپاره ټاکل شوي وه، یوازې ۲۴ ګډون‎کوونکو فرصت ترلاسه کړ تر څو په افغانستان کې د سندرغاړۍ تر ټولو سترې خپرونې (د افغان‎ستورې) دې پړاو کې ښکاره شي. مګر وړاندې له دې چې هغوی وکولای شي نامتووالې او ویاړ ته ورسېږي، د دې پړاو ستونزې د هغو په تمه دي.

 

د ۲۴ غوره ګډون‎کوونکو څخه، یوازې ۱۲ هنرمندان دا چانس لري ترڅو وروستي پړاو ته لاره ومومي. هر ګدون‎کوونکی یوازې ۲ دقې وخت لري تر څو وکولای شي څارونکي تر خپل اغېزې لاندې راولي او د ۱۲ غوره پړاو ته لاره ومومي. هغوی باید د زړه له کومې خپلې سندرې ترسره کړي تر څو د افغان‎ستورې مقام ترلاسه کونې چانس له لاسه ور نه کړي. د افغان‎ستورې دا برخه د هغو آوازونو لپاره یو ګران او ستونزمن پړاو ګڼل کېږي چې تر اوسه هیڅکله نه دي اورېدل شوي.

 

په پای کې د افغان‎ستورې د دې څپرکې ۱۲ غوره ګډون‎کوونکو جوت کېدنې وخت راورسېد. مهرباني وکړئ د افغان‎ستورې د دې پړاو بشپړ ویډیوکلیپ نندارې لپاره لاندې لېنک باندې کلیک وکړئ!