د افغان ستوری څوارلسم پړاو - د خوش چانس نتایج پایلی

د خوش چانس مرحلې د پایلو اعلان له تیرو شپو ډير توپير درلود، توپير یې په دې کې و چې ټولو حذف شوو ستورو سندرې وویلې.
۱۵ کب ۱۳۹۷

د خوش چانس مرحلې د پایلو اعلان له تیرو شپو ډير توپير درلود، توپير یې په دې کې و چې ټولو حذف شوو ستورو سندرې وویلې.

د پروګرام اجرا کوونکي مصطفی عزیزیار په پيل کې د تیرې اونې پيښې بیان کړې او روښانه یې کړه چې د هر ستوري مینه وال یوه اونۍ وخت لرل چې خپل د خوښې وړ ستوري ته رایه ورکړي.

د دی شپې په پروګرام کې لومړی سندرغاړی فیروز فاضل و چې د (رفته رفته) سندره یې وویل او داوران یې هک پک کړل.

دویم سندرغاړی نجیب الله استالفی و چې د یوې مستې سندرې په ویلو سره یې ټول مینه وال خوشحاله کړل او د داورانو نیک نظریات یې هم واخیستل.

د نن شپې دریم سندرغاړی حامد محبوب و چې په خپل رپ سره د داورانو د تشویق وړ وګرځيد.

آخر کې مصطفی عزیزیار پایلې اعلان کړې او معلومه شوه چې فیروز فاضل تر ټولو ډيرو رایو سره بیرته پروګرام ته دننه شو.

 

د دې پروګرام لیدلو لپاره پورته لینک کلیک کړئ.