مصطفی عزیزیار

مصطفی عزیزیار، هغه ځوان چی له ننه نه کاله مخکی په هغه وخت کی یوی کوچنی کورنی یعنی طلوع ته دننه شو.مصطفی په هغه وخت کی شپاړلس کلن ځوان وه.خو د هغه خپل کارته لا زیاته مینه د هغه د پرمختګ لامل شو.
مصطفی عزیزیار د تفریحی خپرونو د وړاندی کولو د وړتیا په درلودو او د موسیقی هنرته لاس رسی سره وکولای شو د افغانستان د خلکو په زړونو کی ځای پیدا کړی.چای با عزیزیار، رزم و بزم او آینه به آینه خپرونی د مصطفی عزیزیار د استعداد ښکارندوی شوی.ډیری وختونه د هغه کړنی نورو نطاقانو ته یوه بیلګه وه.کولای شو عزیزیار ته د طلوع غږ نوم هم  ورکړو، هغه غږ چی ډیری وخت یی د افغانستان د خلکو په کورونو کی مینه پارولی.
د مصطفی عزیزیار د مینوالو د هغه سره د لیدو لپاره یو بل دیر ښه ځای آرمان رادیو ده.د هغه غږ جادو کوی او د هر اوریدونکی زړه خپلوی.
د مصطفی عزیزیار لومړنی خپرونه په آرمان رادیو کی شب بخیر آرمان وه.
کومه خپرونه چی د شپی نهو نه تر دولسو خپریده.هغه اوس 25 کاله عمر لری او د هغه د پرمختګ لاره دوام لری.سښکال هم مصطفی عزیزیار د افغان ستوری خپرونی کوربه دی.کومه بریالی خپرونه چی د افغانستان د موسیقی خپرونو د اتل شتون سره به یی د مخکی په پرتله لانور هم په زړه پوری کړی.