د افغان ستوري لسمه جشنواره

د افغان ستوري د لسم څپرکي پیل، سبا!
۸ لړم ۱۳۹۳

په افغانستان کې د موسیقۍ د استعداد ګڼ شمېر لیدونکي لرونکې او نامتو خپرونې خپرېدنه به، سبا، جمعه د ۱۳۹۳ کال د لړم په ۹ نېټې د شپې په ۹:۰۰ بجو، پیل شي. .
افغان ستوری – په افغانستان کې د سندرغاړیتوب لومړۍ سیالۍ – سبا بیا راګرځي تر څو د با استعداده افغانانو لپاره، د هېواد په کچه د ټلوېزیون او راډیو ګڼ شمېر لیدونکو او اورېدونکو په وړاندې، د ځلېدو فرصت برابر کړي.
په دې څپرکي کې به درې غوره څارونکي له مونږ سره مل وي: شریف غزل، شهلا ځلاند او قاسم رامشګر.
نو له مونږ سره اووسئ او د افغان ستوري لسمې جشنوارې لومړۍ برخه، یوازې د طلوع څخه ووینئ.