۲۵ لړم ۱۳۹۳

د افغان ستوري په دریمه خپرونه کې مصطفی، قاسم، شهلا او شریف د ټاکنې لپاره جلال آباد او کندهار ته ځي. د خپرونې په دې برخه کې، داسې یو کس ووینئ چې په افغاني موسیقۍ کې ځانګړی مهارت لري؛ یو ځوان ګیتار غږوونکی چې سندرغاړي توب او سندرې جوړونې ته یې مخه کړې او بل ځوان چې که د افغان ستوري په خپرونه کې د ګډون فرصت له لاسه ورکړي، نور نشي کولای په افغانستان کې ژوند وکړي! هو، همداسې ده؛ ګواښ، د جلال آباد او کندهار ګډون کوونکو ( خیال لیدونکو) لپاره، ډېر دی! له مونږ سره اووسئ تر څو وګورئ چې څوک کارت خپلوي او د افغان ستوري راتلونکي پړاو ته لاره مومي!