۲ لیندۍ ۱۳۹۳

د افغان ستوري په دې اونۍ کې د مصطفی عزیزیار او د خپرونې نامتو څارونکو سره، د هرات لرغوني او نامتو ښار ته سفر لرو. د خراسان مرغلره، " لرغونی هرات"، په دې لرغوني هېواد کې د ډېر پخوا نه د شعر، موسیقۍ، او ادبیاتو ټاټوبی دی. آیا هرات کولای شي د خپل شهرت او باور څخه دفاع وکړي او بیا هم پياوړي سندرغاړي هېواد ته وړاندې کړي؟
د افغان ستوري په څلورمه برخه کې د دې پوښتنې ځواب پيدا کړئ!