۳ مرغومی ۱۳۹۲

نهمه برخه د ټولو ګډونکوونکو د حیرانونکې ترسره کونې " پیروزی افغانستان" او یو غوره میلمه، آرش، د شتون سره چې د پیروزي د سندرې جوړونکی دی، پيل شو. وروسته له دې ترسره کونې څارونکو خپل نظریات د دې توپير لرونکي کار په اړه چې د 12 ګډونکوونکو لخوا ترسره شو، وړاندې کړل. سږ کال هغوي د ښکلي غږ، ټاکل شوې سندرې ستونزې، او د افغان ستوري په راتلونکي استیج کې د ګډونکوونکو د شتون په لټه کې دي. د یو نوي کار په توګه د خپرونې سره د هم غږۍ او اړیکې په موخه، لیدونکي کولائ شي خپلې موافقې او مخالفې رایې د ټیلیفون د پیغام له لارې واستوي.

 

لومړنی کس چې د استیج پر سر لاړ، نایب نایاب و چې خپل غږ یې د چمتو شوي پلی بک سره وړاندې کړ. هغه ښه ترسره کونه درلوده او څارونکي د 12 غوره کسانو په ډله کې د هغه د ټاکنې څخه پښیمانه نه شول. خوشبو احمدي هم د لومړنیو ګډونکوونکو څخه وه چې د استیج پر سر حاضره شوه او بیا هم څارونکو د غږ او ترسره کونې د ارزښت په اړه چې دوه بیلابیلې خبرې دي هغې ته لارښوونه وکړه.

 

دریم ګډونکوونکی سهراب ایلیار و هغه کس چې د یوې ازبکي سندرې سره یې، زمونږ د هیواد قومي خوږوالی ډیر کړ. حسن فرزان، یو نوم غوښتونکی 19 کلن ځوان د خپرونې څلورم ګډونکوونکی و چې ناست کسان یې د فروغ جان احمدي د سندرې په ترسره کولو حیران کړل په دې توګه چې نیمایې څارونکو ته د نه منلو خبره و. ربیع الله بهزاد خپرونې ته د یوې لنډې رومانتیکې قطعه په ترسره کولو ادامه ورکړه او څارونکو د هغه څخه غوښتنه وکړه چې سندره داسې زمزمه کړي چې احساس یې په شعر او ترانه کې په سمه توګه ښکاره شي.

 

داوود پژمان د خپرونې دوهمه برخه په داسې حال کې پيل کړه چې د سندرې د زمزمې ترڅنګ د موسیقي یوه آله هم وغږول شوه، وروسته له هغې مونږ یو لنډه دمه د کیو او ای سره درلوده، هغه ځای چې سهراب په هغې کې لیدونکو ته وویلې، زه په هر واده کې چې وي په ډیر خوښۍ سره نڅیږم او حتا که ځای یې وي خپل اولي هم ښوځوم. وروسته له هغې آناهیتا الفت ته وار ورسیده، هغه څوک چې په دې څپرکي کې یې پرلپسې پرمختګ ګړی. هغې د ناستو کسانو په خوښه یوه سندره زمزمه کړه. مونږ هیله لرو چې هغه د څارونکو د لارښوونې څخه په ګټه اخیستو سره وکولائ شي د راتلونکې برخې لپاره د افغان ستوري د لقب د مدعی په توګه، ښکاره شي. هارون پوپلزی او هارون انوري ناهیلې نه ول – هغوي دومره ډاډه دي چې ځان د فینالیستانو په ډله کې ویني.

 

نذیر حیدری په ډیره ښه توګه خپله سندره زمزمه کړه او باید د استیج پر سر د خپل شتون لپاره ډیر کار وکړي په داسې حال کې چې هغه د دې کار وړتیا هم لري. جواد حسین زاده په خپلې غوسې بریالۍ شو او ښکاري چې د خپلو تمرینونو په لړ کې یې خپلې ترسره کونې په سمه توګه ترسره کړي – څارونکي هیله مند دي چې هغه ښه، او هیله لري چې هغه خپل خوراکي رژيم وساتي! آرش " روز ګار شیرین" سندره د یوې یو کسیزې ګیتار او تمپو غږولو سره ډیر ژر زمزمه کړه. او همدارنګه د شپې په ترسره کونې کې یې ګډون وکړ او خپله رایه یې نایب ته ورکړه – په هر حال آرش وروستۍ برخه ترسره کړه. د راتلونکې اونې دوه برخې له لاسه مه ورکوي!