۱۶ لړم ۱۳۹۵

په افغانستان کې د نوي سندرغاړو د ځلېدنې لپاره تر ټولو ستره او غوره خپرونه «افغان‎ستوری» له خپل دوولسم څپرکې سره بېرته راځي. نامتو ستورې آریانا سعید، د افغانستان دوو نورو محبوب ستورو، عبید جوینده او قیس‎الفت سره، او همدارنګه د پښتو ژبې دودیز سندرغاړی، سیداګل مینا، بیا هم په دې څپرکې کې د څارونکو په توګه برخه اخیستې. دا څارونکي به د افغان‎ستوري په دوولسم پړاو کې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د زرګونو ګډون‎کوونکو نه تر ټولو غوره استعدادونه د پایلنې سیالۍ لپاره وټاکي.

 

د افغان‎ستوری دوولسم څپرکې لومړې برخه، د جمې په ورځ، د لړم په ۱۴ نېټه، د افغانستان تر ټولو غوره ټلویزوني کانال، طلوع څخه خپره شوه. دا برخه، په کابل ولایت کې د ستورو ټاکنیزه برخه وه. دې خپرونې کې سلګونو استعداد لرونکي هلکانو او نجونو د خپل غوره ترسره کونو سره د وروستي پړاو کارټ ترلاسه کونې په موخه ګډون کړی وو.

 

لومړی هنرمند چې پر صحنې ښکاره شو، پیمان امیري وو؛ کوم کس چې د ۵ کلونو راهیسې په مسلکي توګه د موسیقۍ په زده‎کړې بوخت دی. پیمان د خپل ګیټار سره د «تو بیا، راز بګو» سندره ډېر په ښه توګه ترسره کړه. په دوام کې، فردوس آراشید وو، فردوس یو رپ ویونکی سندرغاړی دی چې د هالنډ هېواد څخه یې د ستوري کېدنې په هیله دې خپرونې کې برخه اخیستې او یوه ښکلې رپ سندره یې ترسره کړه. وروسته، د افغانستان د یو لرې پروت ولایت، بدخشان څخه، صنم سید صحنې باندې ښکاره شوه چې د آریانا سعید یوه ډېره نامتو سندره یې ترسره کړه. هغه ډېره ډاډه وه چې کولای شي د ۱۲ غورو ستورو کارټ ترلاسه کړي. همدارنګه، د شنکر بابو په نامه یو ټوکماري ګډون‎کوونکي، یوه سندره ډېر په خندوونکې توګه ترسره کړه.

 

ستاسو په آند آیا پیمان امیري، فردوس آراشید، صنم سیدي، او شنکر بابو کولای شي څارونکي تر خپل اغېزې لاندې راولي او د وروستي پړاو کارټ ترلاسه کړي؟ د دې پوښتنې د ځواب او د لومړي پړاو د بشپړ کلېپ نندارې لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لېنک باندې کلیک کړئ!