۲۳ لړم ۱۳۹۵

په دوهمې برخې کې، د افغان‎ستوری ډله د افغانستان یو له تر ټولو لرغوني او د درناوی وړ ښارونو، مزارشریف ته سفر کړی. موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې په دې ټاکنیز پړاو کې، یوازې غوره استعدادونه وروستي پړاوونو کې د ګډون چانس ترلاسه کولای شي، د دې لپاره چو کولای شو دا ادعا ثابته کړو، حبیب‎الله فاني، مستعد او ښه غږ لرونکی ځوان، یو ښه بېلګه دی. تېر کال، دې ځوان د مزارشریف ښار څخه ګډون وکړ او بریالی شو چې د یوولسم څپرکې وروستي پړاو کې، د افغان‎ستوری سرلیک خپل کړي. تېر کال له مزارشریف څخه ګڼ‎شمېر ګډون‎کوونکو دې خپرونې کې ګډون وکړ مګر سږ کال د ګډون‎کوونکو شمېر ډېر زیات بې‎ساری دی؛ څرنګه چې سلګونه هنرمندانو د لومړني پړاو کارټ ترلاسه کونې په موخه دې خپرونې کې ګډون کړی. موږ له ډېرې بې‎صبرۍ سره د هغو د ترسره کونې د نندارې په تمه یو

 

په پیل کې، حکمت رضوان صحنې باندې ښکاره شو چې یو ډېر مستعد او زړور ځوان دی او د ۴ کلونو راهیسې د افغان‎ستوری خپرونې کې د ګډون لپاره د موسیقۍ په زده‎کړې بوخت دی. هغه د «با تو رفتم» په نامه یوه سندره یې ترسره کړه چې د افغانستان د ستر سندرغاړي (احمدظاهر) اثر دی. دا ترسره کونه ډېر د څارونکو د پام وړ شوه او حکمت وکولای شو وروستي پړاو کې د ګډون کارټ ترلاسه کړي. وروسته له هغه، احمد صابر آصفي، بل مستعد ځوان صحنې ته راغی چې هغه هم د ۴ کلونو راهیسې موسیقۍ پیل کړې او ډېر ډاډه دی چې د ۱۲ غورو ستورو پړاو ته ځان رسولای شي. هغه د «دلِ آواره» سندره ترسره کړه، او له دې سندرې سره یې وکولای شو وروستي پړاو کې د ګډون کارټ ترلاسه کړي. په دوام کې، ګل‎افروز صحنې ته راغله، یوه ډېره زړوره نجلۍ چې موسیقۍ باندې مینه ده او د افغان‎ستوري خپرونه د ځان لپاره د پرمختګ زینه ګڼي. هغې د «میخواهم ازت دور شوم» سندره ترسره کړه، دا ترسره کونه د څارونکو د پام وړ شوه او ګل‎افروز هم د وروستي پړاو د ګډون‎کوونکو څخه وپېژندل شوه.

 

د افغان‎ستوری دوهم پړاو خپرونې د بشپړ کلیپ نندارې لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لېنک باندې کلیک وکړئ!