۷ لیندۍ ۱۳۹۵

په دې برخې کې، سلګونو ځوان او استعداد لرونکو ګډون‎کوونکو د ننګرهار او کندهار ولایتونو څخه ګډون کړی وو تر څو خپل د موسیقۍ پوهاوۍ نندارې ته وړاندې کړي او د خپل خلکو پر وړاندې د سندرغاړې په توګه د ځلېدنې یو فرصت ترلاسه کړي. 

 

عمر سمیر، د ننګرهار ولایت څخه مستعد ځوان، لومړی هنرمند وو چې د «په خندا کوه خبرې» سندره یې ترسره کړه، دا ترسره کونه د څارونکو د پام وړ شوه او عمر وکولای شو د «۱۶۰ غوره» پړاو ته لاره ومومي. وروسته له هغه، امیر خان بریال، د «لګي ټول در پسې...» سندره ترسره کړه، دا سندره پخپله امیرخان چمتو کړې او له نېکمرغۍ سره هغه هم وکولای شو له دې ترسره کونې سره پیلني پړاو کې د ګډون کارټ ترلاسه کړي. 

 

زحل هاشمي، بله ننګرهاري ګډون‎ کوونکې وه چې د یوې ډېرې ښکلې ترسره کونې او خپل د سُر برابر غږ سره یې څارونکي حیرانه کړه. هغې «د چندرو لوبو ته ځمه» نامتو سندره ترسره کړه، څرنګه چې زحل د کارټ ترلاسه کونې سربېره، د څارونکو له‎خوا ډېره وهڅول شوه او د دې خپرونې د غوره ګډون‎کوونکې په توګه وټاکل شوه. په دوام کې، بشیر احمد بشرمل، کندهاري سندرغاړی، د جاوېد امرخېل نامتو «یوازې زه نه یم چې» سندره ترسره کړه مګر له خواشینۍ سره دا ترسره کونه د څارونکو د پام وړ نه شوه. 

 

د خپرونې پایلنې شېبې د آنلاین ترسره کونو لپاره ځانګړي شوي وې چې په ترڅ کې یې د هالنډ هېواد څخه مجید، له جرمنۍ څخه میر، د آسټرالیا څخه حسین، د ایران څخه عبدالله، او د آمریکې څخه هم مصطفی خپل استعدادونه نندارې ته وړاندې کړه.

 

د افغان‎ستوری څلورمې برخې بشپړ کلیپ نندارې لپاره، مهرباني وکړئ لاندې ویډیو باندې کلیک وکړئ!