۲۸ مرغومی ۱۳۹۳

تېره پنجشنبه، زیبا نوري د خپرونې څخه حذف شوه. اوس لسم څپرکی یوازې هلکانو ته ځانګړی شوی دی! خو یو ګډون کوونکي د صحنې پر مخ د سندرې د متن په هیرولو سره څرګنده کړه چې ښايي د افغان ستوري د لومړي مقام د ترلاسه کولو لپاره د اړتیا وړ وړتیا نه لري. آیا څارونکي به هغه ته د دوهم ځل لپاره فرصت ورکړي او یا دا چې همدا ځای به د پاپ او راک موسیقۍ سره د دې لېواله سندرغاړي د لارې پای وي؟ د دې پوښتنې ځواب د افغان ستوري د لسم څپرکي په ۱۷ برخه کې ترلاسه کړئ!