۱۵ مرغومی ۱۳۹۳

د ۱۱ غوره کسانو د پایلې د اعلان په پړاو کې مرسل فرهمند د کمو رایو سره د خپرونې څخه حذف شوه. زموږ د دې اوونۍ د پایلې د اعلان په خپرونه کې د خطر سیمه او د ساتنې سیمه رامنځته شوې وه چې د خطر په سیمه کې (علي ساقي، شکران خان، زیبا نوري، عبدالمجید اندخویي، مرسل فرهمند او نایب نورزی) شتون درلود چې بلاخره مرسل فرهمند حذف شوه.

د خطر سیمه او د ساتنې سیمه څه ده؟

د ۱۱ غوره کسانو خپرونې څخه وروسته به د هر ستوري د ترسره کونې وروسته هغه ته اعلان وشي چې د خطر سیمې ته ځي یا د ساتنې سیمې ته. کوم کسان چې لوړې رایي ولري د ساتنې سیمې ته ځي او کوم کسان چې کمې رایې ولري د خطر سیمې ته ځي او د خپرونې په پای کې یو ستوری د لږو رایو په درلودو سره د خطر سیمې څخه حذف کېږي.