۵ سلواغه ۱۳۹۳

په دې برخه کې ستاسو د خوښې وړ ګډون‌کوونکو ته فرصت برابر شوی دی چې د خپل نوي زده‎کړو او د خپرونې قواعدو څخه ګوښه شي او خپل د خوښې وړ سندرې ووایي. په دې خپرونه کې د کابل ښار د ژوندۍ موسیقۍ یو غوره باند له هغوی سره ملتیا کوي. ګران مجید د خپل سیمه ییزو جامو او خپل محبوب ملګری (رباب) سره سندره اجرا کوي. پنجشنبه، له یوه دودیز غږ سره ټوله حاضر جمعیت حیرانوي. که څه هم عاشر په تېرو برخو کې ډېرې ستونزې درلودې خو هغه هڅه کوي ترڅو د فارسي پاپ - راک موسیقۍ بېخ ته د بیا تلو سره ځان له دې اندېښمنۍ څخه وژغوري. آیا عاشر کولای شي په دې سیالۍ کې پاتې شي یا د هغه بې پروایي او تمرکز نه کول د دې لامل ګرځي چې هغه د خپرونې سره د خدای پاماني وکړي؟
د دې ټولو د پوهېدو لپاره، د افغان ستوري د ۷ غورو ستورو پړاو له لاسه ور نکړئ.