۱۹ سلواغه ۱۳۹۳

اوس مجید اندخویی له سیالۍ څخه حذف او د نورو ګډون‏کوونکو لپاره حالت لږ جدي شوی دی. د افغان ستوري د لسم څپرکي په دې برخه کې، د باربد د موسیقۍ مدیر، وحید قاسمي یو فرصت ترلاسه کوي تر څو دا په ډاګه کړي چې ولې دی د افغانستان د موسیقي یو له غوره استعدادونو څخه دی. بااستعداده ګډون‏کوونکی، علي ساقي هم د یوې نمرې د کمېدو له امله د استاد شادکام سره په بحث کې ښکېل کیږي. د افغان ستوري د پنځو غوره کسانو پړاو د لیدو لپاره له موږ سره اووسئ.