۲۷ سلواغه ۱۳۹۳

آیا ستاسو د خوښې وړ سندرغاړی په پخوانیو خپرونو کې د لږو رایو په درلودلو سره له خپرونې څخه حذف شوی دی؟ ستاسو په آند هغوی د یو بل فرصت د ګټلو وړتیا لري؟ اوس نه یوازې تاسو دا فرصت لرۍ چې خپل د خوښې سندرغاړي ترسره کونه (اجرا) وګورئ بلکه کولای شئ هغوی ته رایه ورکړئ او خپرونې ته یې بېرته راولئ! سمه ده! سلیم نیکزاد، زیبا نوري، عاشر احساس، امید رحیمي او مجید اندخویي ټول راستانه شوي دي! اوس تاسو، د افغان ستوري د خپرونې پلویان کولای شئ د افغان ستوري د ۱۰ لسم څپرکي د خوش چانس په پړاو کې رایه ورکړئ او خپل د خوښې ستوری بېرته خپرونې ته راوړئ.