۲۹ سلواغه ۱۳۹۵

د نن شپې د پنځو بهترینو خپرونه  د یوې ډله ایزي ډېري ښایستې سندرې په اجرآ سره چې د پنځو پاتو هنریالو لخوا وړاندې شوه پیل شوه. له  هغه وروسته ، د دې خپرونې ځانګړې مېلمه هارون پوپلزي لخوا یو ښکلی غزل وړاندې شو، هارون پوپلزی د افغان ستوري یو پخوانی ګډونوال وو او  د ابرستورې په خپرونه کې یې هم ګدون درلود.

 

ټولو هنریالو دنن شپې په خپرونه کې خپلې سندرې وړاندې کړې ، خو جمال مبارز پخپله حیرانوونکي رپ سندرې سره ، داوران او هلته ناست حاضرین هک پک کړل ،له دې سره هغه له څلوېښتو پوره  نومرو سره  د داورانو مثبت نظرونه  هم  خپل کړل،دا خپرونه د ځانګړې مېلمه په دوهم ځلي اجرآ سره پای ته ورسېده.

 

د ۲۶ برخه پړاو بشپړ ویډیوکلیپ نندارې لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لینک باندې کلیک وکړئ او لازیاتو ویډیوګانو ته د لاسرسۍ لپاره، زموږ یوټیوب کانال کې ګډون وکړئ