۷ کب ۱۳۹۵

د افغان ستوري  دولسم فصل ًد څلور غوره ًخپرونه کې ،زموږ  ځانګړی مېلمه ولي سازش ، زموږ د افغان ستوري د تېرو فصلونو یو ګډونوال وو،دا خپرونه  دپنجشېر د ارکستر لخوا د قرصک د یوې  ښکلې ټوټې په اجرآ سره پیل شوه،چې  په دې لړ کې ځانګړي مېلمه یوه  په زړه  پورې سندره ًیار دل نشینمً وړاندې کړه.

 

د نن شپې په خپرونه کې هنریالانو ته دا فرصت ورکړل شوی وو چې د خپلې سندرې سربېره په خپله خوښه له داورانو سره  یوه یوه غبرګه سندره  هم ولري.زلاله هاشمي له سیداګل مینا،خلیل یوسفي له قیس الفت،بابک محمدي له عبید جوینده،او همدارنګه جمال مبارز له آریانا سعید سره خپلې غبرګونې سندرې  وړاندې کړې.

 

د نن شپې خپرونه  د خپرونې  د ځانګړې مېلمه  ولي سازش په یوې ښکلې سندرې سره پای  ته ورسېده.

 

مهرباني وکړئ  د اته ویشتمې برخې او، څلور غوره خپرونې د بشپړې لیدنې  لپاره په لاندې لینک کلیک کړئ!