۱۰ لړم ۱۳۹۴

د دې څپرکي په لومړی برخې کې، تاسو په کابل کې د پیلني آزموینې شاهدان یاست چېرته چې د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه زرګونه هیله‎منو ځوانانو د خپل استعداد د ښکاره کولو، د څارونکو پام اړولو، او د وروستي پړاو کارټ موندنې لپاره ګډون کړی وو.

 

«حوا نوري»، پېلغه ښځینه ګډون کوونکې چې د څارونکو د پام اړونې لپاره د «د مینې یار مې دېوانه شو» د سندرې ترسره کونې سره خپل ټولې هڅې کوي؛ دا سندره د نازیه اقبال اثر دی. «سحر آرین»، بې پروا پېلغه ده چې د افغان ستوري په خپرونې کې د ګډون او خپل استعداد د ښکاره کولو لپاره د آذربایجان څخه کابل ته سفر کوي؛ هغې د آریانا سعید یوه ډېره نامتو سندره ترسره کړه. سربېره پر دې، یوه سړي د خپل دودیزې دایرې سره یوه ډېره خوندوره او جالبه سندره ترسره کړه.

 

ستاسو په آند، حوا نوري، سحر آرین، او شوخ سړی کولای شي وروستي پړاو ته د ګډون کارټ ترلاسه کړي؟ د لومړي برخې د پېښو د لیدو لپاره، لاندې ویډیو باندې کلیک وکړئ او دا برخه بشپړه ننداره کړئ!