۱۹ سلواغه ۱۳۹۴

د خپرونې په دې برخې کې، دوه ګډون‎کوونکي حذف شوه.

 

دا برخه د تواب نوري له ترسره کونې سره پیل شوه، تواب د «به مقابل دو چشمم» په نامه یوه سندره ترسره کړه چې د خپرونې څارونکې، آریانا سعید، د ډېرو مثبتو ویناوو سره مخامخ شوه مګر له خواشینۍ سره دا هنرمند د خطر په ساحې کې ځای وموند. سحر آرین دوهمه هنرمنده وه چې پر صحنې باندې ښکاره شوه او د «نه مې روم» په نامه یوه ډېره هیجانوونکې سندره ترسره کړه، دا سندره د څارونکو د پام وړ وګرځېدل. سحر وکولای شو له خپل رایو سره وروستي پړاو ته لاره ومومي

 

منصور آرین او شفیع شیرزي، د ننې شپې په خپرونې کې ډېره ښکلې سندرې ترسره کړې. منصور وکولای شو وروستي پړاو ته لاره ومومي مګر شفیع د خطر په ساحې کې پاته شو. وروسته، زېبا حمیدي، د دې خپرونې یوازینې رپ ویونکې یوه رپ سندره ترسره کړه، که څه هم و یې نه شو کولای چې د حفظ ساحې ته ولاړه شي.

 

په پای کې، شفیع شیرزی، زېبا حمیدي، تواب نوري، او اشکان عرب هغه څلور ګډون‎کوونکي وه چې د دې خپرونې په خطر ساحې کې یې ځای وموند.

 

په بشپړه توګه د افغان‎ستوري د ۲۰ پړاو د لیدو لپاره، هیله کېږي لاندېني لېنک باندې کلیک کړئ!