۲۶ سلواغه ۱۳۹۴

د سږ کال «خوش چانس» خپرونه د یوه حذف شوي ګډون‎کوونکي، کاوه اکبري په نه شتون کې، چې د ځینې ستونزو له امله یې و نه شو کولای په دې خپرونې کې ونډه ولري، پیل شوه. د دې خپرونې ځانګړی مېلمه، بېژن قندوزي، د افغانستان یو نامتو رپ ویونکی وو چې د ننې شپې خپرونه یې له یوې ډېرې ښکلې سندرې سره پیل کړه.

 

د بېژن ظفرمل له ترسره کونې وروسته، ۷ (اووه) حذف شوي ستورو په وار سره خپل بخت وآزمود تر څو وکولای شي د افغان‎ستوري خپرونې ته بېرته لاره ومومي. له دې ډلې لومړی ګډون‎کوونکی، حبیب الله فاني، د «من قصۀ دل ګویم» سندره ترسره کړه او و یې کولای شو له څارونکو څخه ۳۸ امتیازونه لاس ته راوړي.

 

دوهم ګډون‎کوونکی، تواب نوري وو چې د افغانستان یو لوی سندرغاړي، فرهاد دریا، «من ترک عشق نه مې کنم» سندره یې ترسره کړه. تواب له دې ترسره کونې سره، ۳۴ امتیازونه خپل کړه. رامین پوپل، دریم ګډون‎کوونکی وو چې پر صحنې باندې ښکاره شو او د «وقتې که رفتم» سندره یې ترسره کړه. دا سندره د عبید جوینده له کارونو څخه ده او څارونکو د دې ترسره کونې پر وړاندې هغه ته ۳۶ امتیازونه وړاندې کړه. سحر آرین څلورمه ګډون‎کوونکې وه چې د احمد ظاهر «قبلهء خود بعد ازین» سندره یې ترسره کړه، سحر له دې ترسره کونې سره، له څارونکو څخه ۳۲ امتیازونه لاس ته راوړه.

 

شفیع شېرزی د «دق شده ام» سندره ترسره کړه او ۳۳ امتیازونه یې لاس ته راوړه. شپږم هنرمند، جاوېد سمیر، وو چې د «خوب نه راځي» پښتو سندره یې ترسره کړه او ۳۷ امتیازونه یې لاس ته راوړه. د ننې شپې وروستی هنرمند قسیم شاهد وو چې خپل بخت یې وآزمود او د «آن سلسله موهایت» سندره یې ترسره کړه او و یې کولای شو ۳۲ امتیازونه لاس ته راوړي

 

د ننې شپې خپرونه د ځانګړي مېلمه، بېژن قندوزي له دوهمې ترسره کونې سره پای ته ورسېدل.

 

په بشپړه توګه د افغان ستوري د ۳۲ برخې لیدو لپاره، هیله کېږي لاندې لینک باندې کلیک کړئ!