۱۶ کب ۱۳۹۴

د ۳ غورو په پړاو کې، زموږ ځانګړی مېلمه احمدشاه مستمندي، د افغانستان یو نامتو سندرغاړی وو. په پیل کې، هنرمندانو خپرونه له یوې ډله‎ییزې ترسره کونې سره پیل کړه؛ وروسته له هغه، د خپرونې ځانګړي مېلمه  د «سبزینه دلبر» په نامه یوه سندره ترسره کړه.

 

«حبیب الله فاني» لومړی هنرمند وو چې پر صحنې باندې ښکاره شو او د «چرا آیي به خوابم» په نامه یوه نامتو سندره وړاندې کړه، دا ترسره کونه د خپرونې د ځانګړي مېلمه او همدارنګه د څارونکو له مثبتو ویناوو سره مخامخ شوه، څرنګه چې حبیب وکولای شو له څارونکو څخه ۳۸ امتیازونه لاس ته راوړي. د دې اونۍ دوهم هنرمند، «اشکان عرب» وو چې د «یا مولا دلم تنګ آمده» په نوم یوه دودیزه سندره یې ترسره کړه، څرنګه چې هغه یو ځل بیا هم وکولای شو د خپرونې بشپړ امتیازونه، ۴۰ امتیازه، لاس ته راوړي.

 

«راشد آریا» دریم ستوری وو چې ځان یې د فرهاد دریا «دریای مني» په نامه یو اثر لپاره چمتو کړی وو. راشد هم وکولای شو د خپرونې بشپړ امتیازونه او د ښاغلي احمد شاه مستمندي مثبتې ویناوې لاس ته راوړي.

 

د ننې شپې د خپرونې وروستۍ شېبې، د ځانګړي مېلمه یوې بلې ترسره کونې سره سر ته ورسېدې.

 

په بشپړه توګه د افغان ستوري ۲۹ پړاو، د ۳ غورو خپرونې لیدو لپاره، هیله کېږي لاندې لېنک باندې کلېک کړئ!