۲۲ لیندۍ ۱۳۹۴

په دې برخې کې، ۲۴ غوره ګډون‎کوونکو یوازې دوې دقې فرصت درلود تر څو د خپل ترسره کونې سره څارونکي تر تأثیر لاندې راوړي تر څو وروستي پړاو، ۱۲ غورو ته، لاره ومومي. دا هیله‎ورکوونکی پړاو یوه ګرانه سیالۍ ده په داسې توګه چې تر ټولو ښه آوزونه په کې شتون لري.

 

په پیل کې قاسم شاهد، هغه کس چې له مزاره څخه یې په دې سیالیو کې ګډون کړی وو، د «اي جوري ناجوري» نامتو سندره ترسره کړه؛ د قاسم ترسره کونه د څارونکو له نیوکې سره مخامخ شوه. شفیع شیرزی، دوهم کس وو چې یوه ښکلې سندره یې ترسره کړه او د هغه ترسره کونه د خپرونې دوو څارونکو، قیس الفت او عبید جوینده له خوا، د ستاینې وړ شوه.

 

سحر آرین، هغه ښځینه ګډون‎کوونکې چې له آذربایجان هېواد څخه یې په دې خپرونې کې ګډون کړی، د لوی افغان سندرغاړي احمدظاهر، یوه سندره ترسره کړه چې د آریانا سعید د ستاینې وړ شوه او و یې کولای شو د غوره ۱۲ پړاو ته لاره ومومي.

 

په پای کې، قاسم شاهد، شفیع شېرزی، جاوېد سمیر، رشید آریا، منصور آرین، کما اکبري، سحر آرین، زیبا احمدي، رامین پوپل، تواب نوري، اشکان عرب، او حبیب الله فاني هغه کسان وه چې و یې کولای شو وروستي پړاو ته لاره ومومي. د دې ۱۲ کسانو نومونه په یاد وساتئ، هغوی به ډېر ژر بېرته ووینئ! 

 

د افغان ستوري خپرونې د وهم پړاو لیدو لپاره لاندې لېنک باندې کلیک کړئ او د ۲۴ غورو پړاو په بشپړه توګه ننداره کړئ.