۶ مرغومی ۱۳۹۴

د رأی ورکوونکو له خوا د 12 ستورو څخه د یو تن له حذف سره، دې اونۍ په افغان ستوري کې شدیده سیالۍ پیلېږي. دا خپرونه د مولود شریف (د اسلام پيغمبر – محمد «ص» زېږدون) ویاړ او درنښت ته ځانګړې شوې وه او ټولو ګډون‎کوونکو غبرګولي (جوړه‎یي) سندرې ترسره کړې.

 

په پیل کې شریف شیرزی او رامین پوپل سټېج باندې ښکاره شوه، چې د «بُت خانه نشین هستم» غزل سندره یې ترسره کړه، مګر د هغو ترسره کونه، د قیس الفت له نیوکې سره مخامخ شوه. وروستې جوړه رشاد آریا او کاوه اکبري وه، هغوی «وای آن دل» نامتو کلاسیک سندره ترسره کړه. څارونکو د دې جوړې ترسره کونه خوښه کړه.

 

زموږ دریمه جوړه زیبا حمیدي او سحر آرین، دې خپرونې کې دوې ښځینه ګډونکوونکي چې د خپل پاپ او رَپ سبکونو له یوځایولو څخه یې یوه ډېره خوندوره سندره ترتیب کړه چې څارونکي او همدارنګه ننداره‎چیان یې حیرانه کړه. وروسته، حبیب الله فاني او تواب نوري د «به مُراد دل» سندره ترسره کړه چې د قیس الفت له مثبتو ویناوو سره مخامخ شوه.

 

اشکان عرب او قاسم شاهد د «دلت را خانهء من کن» مناجات سندره ترسره کړه او په پای کې جاوېد سمیر او منصور آرین یوه قوالي سندره ترسره کړه چې څارونکي یې خاموشه کړل.

 

د غبرګولي (جوړه‎یي) ترسره کونو وروسته، د خپرونې لیدونکو د رأیو پر اساس، کوم کس چې له جرمني څخه یې دې خپرونې کې ګډون کړی وو، د دې خپرونې حذفي ګډون‎کوونکی اعلان شو.