۱۵ سلواغه ۱۳۹۲

په دې اونې کې به د 7 ګډون کوو له ډلې څخه د یو بل سره خدای په امانی وکړو. دا برخه د یوې ډله اییزي سندرې په ترسره کولو سره چې د ورزشکارانو د ستاینۍ په موخه و او حتا زمونږ ځیني نامتو او د خوښې وړ ورزشکاران هم د ستورو سره یو ځای د استیج پر سر ښکاره کیږي. د دې اونې لومړنۍ دوه کسیزه سندره حسام فرزان او آرش بارز ترسره کوي. دا دوه په زړه پوري ستوري د افغانستان د غوره لیګ د سندرې یوه قطعه زمزمه کوي.

 

 

زمونږ د ورزشکاره میلمنو په منځ کې، د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي ټیم مربي، وکیل عاطفي او د والیبال د ملي ټیم یو غړي هم شتون درلود. د دې خپرونې دوهمه ترسره کونه یوه ملي سندره ده چې د درې کسو ، آناهیتا الفت، نایب نایاب او نذیر حیدري له خوا ترسره کیږي. د دې خپرونې بل میلمه د المپیک افغاني منډه وهونکې، تهمینه کوهستانی ده. د دې شپې وروستۍ دوه کسیزه سندره چې یوه بله ملي سندره د " ای ملت قهرمان" په نوم ده، د داوود پژمان او ربیع الله بهزاد له خوا ترسره کیږي.

 

 

د دې شپې په پای کې باید د نذیر حیدري سره خدای په امانی وکړو، هغه څوک چې خپله وروستۍ سندره به د افغان ستوري د استیج پر سر ترسره کړي. په دې اونې کې د 6 غوره کسانو د نورو ترسره کونو د لیدو لپاره، له مونږ سره اووسئ.