۳۰ لیندۍ ۱۳۹۴

د ۱۲ غورو پړاو د «بیا تا مهرباني پیشه سازیم» په نوم یوې ګروهي حیرانوونکې سندرې سره چې د ۱۲ ګډون‏کوونکو له خوا پیل شو. له دې ګروهي ترسره کونې وروسته، د خپرونې څارونکو ډېرې ښکلې سندرې په ژوندۍ بڼه ترسره کړې. عبید جوینده خپله غوره سندره د «ای پري چهره» ترسره کړه او وروسته له هغه، قیس الفت خپله نوې سندره د «از دست ګل به ګلشن» په نوم ترسره کړه چې په سالون کې د حاضرو خلکو له تشویق سره مخامخ شوه. آریانا سعید او سیداګل مینا، یو دوه کسیزه پښتو سندره د « ستا د سترګو بلا واخلم» له یوه دودیزې موسیقۍ سره ترسره کړه. د یوه نوي بدلون په سرلیک د لیدونکو او خپرونې د اړیکې لپاره، هغوی کولی شي د خپلې خوښې وړ ستوري د ساتلو لپاره په دې سیالۍ کې، له بل پړاو څخه تر وروستني پړاو پورې رایه ورکړي.

 

اشکان عرب، د دې برخې لومړنی ګډون‏کوونکی وو چې د خپل ځان اړوند سندره « وا وا لیلی، صبا مزار میروم» یې ترسره کړه چې د څارونکو له مثبتو آندونو سره مخامخ شوه. تواب نورزی د « هرجا که سفر کردم» سندرې په ترسره کولو سره له ۴۰ امتیازونو څخه ۲۷ امتیازه ترلاسه کړل. په دوام کې، قاسم شاهد یوه بله ښکلې سندره ترسره کړه خو دا ترسره کونه د څارونکو د خوښې وړ ونه ګرځېده او قاسم ترټولو لږ امتیازونه ترلاسه کړل.

 

سحر آرین د افغانستان د یوه ستر سندرغاړي، احمد ظاهر، سندره ترسره کړه چې د څارونکو له مثبتو آندونو سره مخامخ شوه او وې کولی شول چې ۲۹ امتیازه ترلاسه کړي. شفیع شیرزی، ۱۸ کلن باورمن ځوان، د فیاض حمید یوه سندره ترسره کړه او څارونکو هغه ته ۲۹ امتیازه ورکړل. وروسته له ده، کاوه اکبری خپله جوړه کړې سندره ترسره کړه چې له څارونکو څخه یې ۲۷ امتیازه ترلاسه کړل.

 

دا خپرونه د راشد آریا له خوا د « من آهنګ سفر دارم» په ترسره کونې سره پای ته ورسېده. راشد له دې ترسره کونې سره وکولی شول چې د خپلو نورو رقیبانو په پرتله ډېر امتیازونه لاس ته راوړي.

 

د افغان ستوري د نهم څپرکي د بشپړ لیدو لپاره، لاندېنی لینک کېکاږئ.