۳۰ لړم ۱۳۹۵

د افغان‎ستورې دې اوونۍ خپرونه، د افغانستان لرغوني او تاریخي ولایت، د هرات ټاکنیز پړاو نندارې ته وړاندې کړ. سلګونو استعدادلرونکو نارینه او ښځینه‎وو د نړیواله نامتووالې ترلاسه‎کونې لپاره دې خپرونې کې ګډون وکړ. دې ولایت تېرو کلونو کې ګڼ‎شمېر استعدادلرونکي او تکړه سندرغاړي خلکو ته معرفي کړي دي. مګر د هرات هنر روزونکې ولایت کیسه دې ځای کې نه ختمېږي، سږ کال هم ګڼ‎شمېر غوره، پر خپل نفس باندې ډاډه او د موسیقۍ پوهاوۍ لرونکي ځوانان دې څپرکې کې ګډون کوي تر څو سیالۍ د نورو ولایتونو د ګډون‎کوونکو لپاره لا ګرانه شي.

 

آصف جامې، لومړی استعدادلرونکی هنرمند وو چې پر صحنې باندې ښکاره شو او د «سبزه به ناز می‎آید» سندره یې ترسره کړه، دا ترسره کونه د څارونکو د حیرانتیا وړ شوه او آصف وکولای شو وروستي پړاو کې د ګډون کارټ ترلاسه کړي. بابک، بل غوره ګډون‎کوونکی وو چې یوه دودیزه سندره یې وویل او و یې کولای شو له دې ترسره کونې سره د «۱۶۰ غوره» پړاو ته لاره ومومي.

 

تبسم فقیري، یوې ګډون‎کوونکې چې د ۲ کلونو راهیسې د موسیقۍ زده‎کړه پیل کړې، د مېرمن فریده‎ترانه سندره یوه ترسره کړه چې د افغان‎ستورې پخواني څپرکو کې یې ګډون کړی وو، تبسم د «دل مرا مرنجان» سندره ترسره کړه، له خواشینۍ سره دا ترسره کونه د څارونکو د رضایت وړ نه شوه او هغې و نه شو کولای وروستي پړاو ته لاره ومومي. په دوام کې، یو بل استعدادلرونکی ګډو‎ن‎کوونکی، خلیل یوسفزی، د خپل غوره او عالي ترسره کونې سره یوه هېواواله (د هېواد په درنښت) سندره ترسره کړه، دا سندره چې مطلع یې «دل مه میخاد آزاد باشه» وه، ډېر زیات د څارونکو د حیرانتیا وړ شوه، څرنګه چې هغوی د وروستي پړاو کارټ وړاندې کونې سربېره، هغه سره د ۱۲ غورو پړاو کې د لارې موندنې ژمنه وکړه.

 

د افغان‎ستورې دریم پړاو، د هرات ټاکنیز پړاو نندارې لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لېنک کلیک کړئ!