۲۴ لړم ۱۳۹۴

د افغان ستوري خپرونې دې برخې، د هرات لرغوني او تاریخي ولایت سیالۍ نندارې ته وړاندې کړې. زرګونه هیله‎من ځوانان د نامتو کېدو په موخه دې خپرونې کې ګډون کوي چې سل کلنه لاره د یوې شپې په اندازې هغوی ته لنډوي. په تېرو کلونو کې، له دې ولایت څخه ګڼ شمېر استعداد لرونکي ځوانان خلکو ته وپېژندل شوه په داسې حال کې چې دا ټوله کیسه نه ده. په دې څپرکې کې هم د ګڼ شمېر ګډون‎کوونکو د ګډون شاهدان یو؛ کوم کسان چې پر خپل نفس اعتماد او د موسیقۍ پوهې سره یې د نورو ولایتونو د ګډون‎کوونکو لپاره سیالۍ ګرانه کړې ده.

 

«وحید الهام»، یو ګډون‎کوونکی چې پروسږ کال یې د ۲۴ غورو په شمېر کې لاره پیدا کړې وه مګر له خواشینۍ سره یې و نه شو کړای سیالۍ ته دوام ورکړي، سږ کال یې هم پر خپل نفس باندې اعتماد سره ګډون کړی او هیله من دی چې د دې څپرکي افغان ستوری شي. همدارنګه، اشکان عرب له دې ولایت څخه بل ځوان ګډون‎کوونکی دی، کوم کس چې موسیقۍ د خپل ژوند ټوله معنا ګڼي!

 

بل استعداد لرونکی ځوان، فرید تقي، کوم کس چې هغه هم پروسږ کال د ۲۴ غورو پړاو ته رسېدلی وو مګر و یې نه شو کړای ۱۲ غورو پړاو ته ځان ورسوي. فرید په دې څپرکې کې د یو داسې ګډون‎کوونکي په توګه ښکاره شوی چې خپله پښه یې له لاسه ورکړې. هغه د خپل پښې له لاسه ورکونې په هکله یو رپ سندره ترسره کړه. فرید په ډاډ سره وویل، «خندا د ژوند د هر درد دوا ده.»

 

په پای کې څارونکي د میلاد او اورسیلا په نوم دوو خواږو ماشومانو د لیدو څخه ډېر حیرانه شوه. دې نازولي ماشومانو، خپلې سندرې ترسره کړې او د څارونکو له خوا د موسیقۍ زده‎کړې لپاره وهڅول شوه.

 

د دریمې برخې د لیدو لپاره، هیله کېږي لاندیني ویډیو باندې کلیک کړئ او دا برخه په بشپړه توګه ننداره کړئ.