۳۰ لیندۍ ۱۳۹۴

د لومړنیو ټاکنیزو پړاوونو وروسته او د ۱۲ غورو ګډون‏کوونکو د ټاکلو وروسته، اوس یو نوي پړاو ته د ننه کېږو. په دې قسمت کې موږ له دې ۱۲ غوره ګډون‏کوونکو، د نظریاتو او د افغان ستوري په خپرونه کې ګډون د لاملونو سره لا ډېر آشنا کېږو.

 

«قاسم شاهد» کابو ۲۰ کاله مخکې په یوه فرهنګي کورنۍ کې په بلخ کې وزېږېد. هغه یو ټولنیز کس او د موسیقۍ عاشق دی. ۳ کاله کېږي چې قاسم په مسلکي ډول موسیقي د استاد محمد امید سلطاني تر پاملرنې لاندې زده کوي.

 

«منصور آرین» په ۱۳۷۴ کال کې په کابل کې نړۍ ته راغلی هغه د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د لومړي کال زده کوونکی دی. هغه له ۱۰ کلنۍ څخه د موسیقي زده کړه پیل کړې ده.

 

«رامین پوپل» په کال ۱۳۷۸ کې په کابل کې نړۍ ته راغلی دی. کله چې هغه ۱۳ کلن وو، هغه موسیقۍ ته علاقمند شو. رامین د ۶ کلونو لپاره موسیقي د موسیقي په ملي ټولنې کې زده کړې او له هغه ځای څخه د فارغېدو وروسته د استاد احسان عرفان د نظر لاندې خپل کار ته ادامه ورکړې ده. هغه ډېر د غزل په سبک سندرې وایي.

 

«زیبا حمیدي» په کال ۱۳۷۶ کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې نړۍ ته راغلې. هغې ۱۷ کاله په ایران کې ژوند کړی او همدارنګه د ایران په یوه ښوونځي کې یې په ښه توګه خپلو زده کړو ته دوام ورکړی. زیبا د ۶ میاشتو لپاره موسیقي په ایران کې زده کړې ده او د هغې د سندرو ویلو لامل، د خلکو د غم او درد بیانول دی. دا مېرمن رپ سندرې وایي.

 

«جاوید سمیر» په کال ۱۳۷۲ کې په کابل ښار کې زېږېدلی. هغه د موسیقۍ زده کړه په ۱۷ کلنۍ کې پیل کړې ده. په همدې حال کې، جاوید موسیقي د خپل ورور څخه زده کړې ده. جاوید خپل لومړنۍ زده کړې پای ته رسولې دي.

 

«سحر آرین» په کال ۱۳۷۱ کې د ایران په شیراز ښار کې زېږېدلې ده. هغې له ۱۵ کلنۍ راهیسې د موسیقۍ زده کړه پیل کړې ده. ۲ کاله کېږي چې سحر په مسلکي توګه دا برخه تعقیبوي او له ډېر شور او شوق سره غواړي چې د نړۍ د موسیقۍ یوه نامتو ستورې ووسي.

 

«شفیع شیرزی» د پوهنتون یو زده کوونکی دی، ۲ کاله کېږي چې شفیع په پوهنتون کې د موسیقۍ درس لولي. هغه غزل سندرې وایي او په دې باور دی چې د افغان ستوري د دې څپرکي ستوری به شي.

 

«حبیب الله فاني» په کال ۱۳۷۲ کې په کندوز ولایت کې زېږېدلی. هغه د کامپیوټر په برخه کې درس وایي او له ۱۲ کلنۍ راهیسې یې د موسیقۍ زده کړې ته مخه اړولې ده.

 

«کاوه اکبری» په کال ۱۳۵۸ کې په هرات ولایت کې زېږېدلې ده او اوس د آلمان په هامبورګ ښار کې ژوند کوي. هغې په مسلکي ډول د موسیقۍ زده کړه د استاد منوچهر جعفري تر نظر لاندې زده کړې ده او ۶ کاله کېږي چې موسیقۍ ته یې مخ اړولی دی.

 

«تواب نوري» په کال ۱۳۷۴ کې د بلخ ولایت په یوې روشن‏فکره کورنۍ کې زېږېدلی دی او اوس هم د بلخ ولایت د یوه پوهنتون د حسابدارۍ برخې زده کوونکی دی. ۱ کال کېږي چې هغه د موسیقۍ زده کړه د استاد روح الله عصمتي تر نظر لاندې پیل کړې ده.

 

«راشد آریا» په کال ۱۳۷۲ کې زېږېدلی دی. راشد کله چې ۱۱ کلن وو د کلاسیکې موسیقۍ د زده کړې لپاره د کابل د ښکلیو هنرونو ښوونځي ته راغی او اوس هم د کابل په پوهنتون کې غربي کلاسیکه موسیقي لولي. د هغه د غږ روڼتیا د موسیقۍ ۳ نوټه له ۸ نوټو څخه له ځان سره لري او د هغه غږ ډېر ښکلی دی.

 

د اووم څپرکي د بشپړ لیدو او له ۱۲ غوره ګډون‏کوونکو سره د آشنایۍ لپاره، هیله کېږي چې لاندینی لینک کېکاږئ.