۹ لیندۍ ۱۳۹۴

د لومړي ځل لپاره د افغان ستوري خپرونې د آسټرالیا تر ټولو لوی ښار، سیډني کې یو پیلنې آزموینه په لارې واچول. په دې پړاو کې ډېر زیات هیله من ځوانان، په کابل کې د ۱۲ غورو پړاو ته د لارې موندنې لپاره ګډون کړی وو. د دې اونۍ څارونکي، تهمینه ارسلان، خلیل ګداز، او سید سرشار، هغه درې څارونکي وه چې د وروستي پړاو لپاره د غوره کسانو د ټاکنې لپاره یې خپلې ټولې هلې ځلې ترسره کړې.

 

لومړی ګډون‎کوونکی چې د څارونکو پام یې ځان ته واړوی، میلاد فروغ وو، یو ځوان چې په سندرغاړۍ او ترسره کونې کې ۱۰ کلنه تجربه لري. هغه د «هرګز از یاد من» په نوم د احمد مرید یوه سندره ترسره کړه چې څارونکي یې اغېزمن کړه، څرنګه چې څارونکو د ۱۶۰ غورو په پړاو کې د ګډون کارټ هغه ته ورکړ. دوهم ګډون‎کوونکي چې وروستي پړاو کې د ګډون چانس ترلاسه کړ، د ناهید احمدي په نوم، یوه نجلۍ چې باور لري د افغان ستوري په دې څپرکې کې ستورې کېږي. هغې د خپل غږ سره څارونکي حیرانه کړه. له خواشینۍ سره، نادر صالح او افشین، هغه ۲ ګډون‎کوونکي وه چې د دمبورې او ګیټار سره یې خپلې سندرې ترسره کړې مګر وروستي پړاو کې د ګډون چانس ور په برخه نه شو.

 

د دې خپرونې ۱۰ وروستي دقې، د آنلاین ټاکنیزو آزموینو لپاره ځانګړې شوي وې. په دې برخې کې، د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه لېوال افغانان کولای شي خپلې ویډیوګانې او سندرې د انټرنټ له لارې د افغان ستوري خپرونې ته ولېږدوي. د سلګونه استول شوي ویډیوګانو تر منځ یوازې ۱۰ کسان کولای شو وروستي پړاو کې د ګډون چانس تر لاسه کړي چې د هغو له منځه یوازې ۱ کس د ۱۲ غورو په پړاو کې د ګډون چانس ترلاسه کوي.

 

د آسټرالیا او آنلاین آزموینو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، هیله کېږي لاندیني لېنک باندې کلیک کړئ او د افغان ستوري پنځمه برخه په بشپړه توګه ننداره کړئ.