۹ سلواغه ۱۳۹۲

زمونږ د ګډون کوونکو د ډلې شمیر ورځ په ورځ کمیږي، او په دې اونې کې زمونږ د 8 ګډون کوونکو له ډلې څخه باید یو بل کس هم حذف شي. د دې اونې د خپرونې لومړنې دوه کسیزه سندره سهراب ایلیار او ربیع الله بهزاد وړاندې کوي. لکه څنګه چې سیالۍ پر مخ ځي، د هغوي ترسره کونې ورځ په ورځ ښه او د تجربو څخه ډکېږي.

 

مخکې له دې چې مونږ پاتې ترسره کونو ته لاړ شو، مونږ یو فزیکي سیالۍ د خپلو پاتو ګډون کوونکو په منځ کې په لاره اچوو، هغوي ډیر ښه سندرغاړي دي خو آیا په چټکې سره منډه وهلۍ شئ؟ داوود پژمان يو ښه منډه وهونکی نه دی خو یو ښه اسپ ځغلونکی دی! په ادامه کې د آناهیتا او حسام، نذیر او نایب دوه کسیزه ترسره کونې ګورو. ښکاره ده چې نذیر او نایب د خپلې ترسره کونې لپاره ډیر زیار ایستلی، د همدې کبله څارونکي هم د هغوي د ترسره کونې د اغیزې لاندې راځي.

په دې برخه کې آرش بارز او داوود پژمان، د لیدونکو د خوښې سندرغاړي، دوه کسیزه سندره ترسره کوي. د دې ستورو پاپ او کلاسیکه سندره د " دلبر جانانه یی من" په نوم، د ناستو کسانو او څارونکو د هڅونې سره مل کېږي.

او اوس د دې وخت رارسیږي تر څو وګورو چې څوک حذف کیږي. هغه سهراب ایلیار دی. او هغه د ټولو څخه په دې خپرونه کې د ګډون کولو د شانس د ترلاسه کولو لپاره مننه کوي او وايي: " له دې څخه چې تر 8 غوره کسانو پورې مې لاره پيدا کړه، په ځان ویاړم."

تر راتلونکې خپرونې چې 8 غوره کسان مونږ ته خپلې سندرې زمزمه کوي، له مونږ سره اووسئ.